الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په شپاړلسمه ناحیه کې د (۳) کوڅو کانکرېټ چارې بشپړې شوې

13357.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د شپاړلسمې ناحیې اړوند په څلورم، شپږم او اوه ویشتم ګذر کې د (۳) کوڅو کانکرېټ چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د شپاړلسمې ناحیې مرستیال مولوي احمدالله حقاني په دې اړه وویل: د دغو کوڅو په جوړېدو سره د سیمې اوسېدونکو ته سالم چاپېریال رامنځته شوی او سیمه ییزې ستونزې یې حل شوې دي. نوموړي د یادو ګذرونو له اوسېدونکو غوښتنه وکړه چې، د خپلو کوڅو او چاپېریال په پاک ساتلو کې خپل مسئولیتونه په سمه توګه ادا کړي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د غیر اختیاري پروژو د څارنې آمر انجنیر ذبیح الله رحیمي په وینا، دغه کوڅې چې په ټولیزه توګه (۲۱۲۱) متره اوږدوالی او له (۳.۵) څخه تر (۵) مترو پورې سور لري، د (۳) میاشتو په موده کې د (۲۰.۷) میلیونه افغانیو په لګښت په بنسټیزه توګه بشپړې او ورسره جوخت د سیمې د اوسېدونکو پر وړاندې موسمي ستونزې حل او ترانسپورتي آسانتیاوې ورته رامځته شوې دي