الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل شمال- لوېدیځ سړک د پاتې بنسټیزې برخې د جوړولو چارې روانې دي

13361.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د کابل شمال- لوېدیځ نښلوونکي سړک د پاتې بنسټیزې برخې د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي ترڅو قیر کولو ته چمتو شي. دغه مهم نښلوونکی سړک له ذاکرین ښارګوټي څخه تر قرغې سړک پورې د (۷۶۴۵) مترو په اوږدوالي او (۳۰) مترو په سور سره د اوولسمې او پنځمې ناحیې ترمنځ د جوړېدو په حال کې دی چې، تر اوسه یې څه باندې څلور کیلو متره برخه قیر شوې ده او د پاتې برخې قیر چارې به یې هم ډېر ژر بشپړې او د ترافیکو پر مخ به پرانیستل شي. د یادې پروژې د ځنډ لامل، د غره د لمنې کیندنه، هوارول او د سړک په اوږدو کې د استنادي دېوالونو جوړول بلل کیږي. د دې نښلوونکي سړک په جوړېدو سره به د خیرخانې کوتل سړک، سرای شمالي او ورڅېرمه سیمو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه د پام وړ کمښت ومومي او ورسره جوخت به ښاریانو ته  ګڼې ترانسپورتي آسانتیاوې رامنځته شي