د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د وزیر محمد اکبرخان سیمې د ۱۳، ۱۴ او ۱۵م سړک د جوړولو چارې روانې دي

13365.jpg (1820 × 1024)

د ښار د معیاري ودې او ښاریانو ته د ترانسپورتي آسانیتاوو رامنځته کولو په موخه، د کابل ښاروالۍ له لوري په ټولیزه توګه د ۱۱۶۰ مترو په اوږدوالي او له ۱۲ څخه تر ۱۳.۵ مترو په سور سره د وزیرمحمد اکبرخان سیمې د دیارلسم، څوارلسم او پنځلسم سړک د جوړولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د پروژو او برنامو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه سړکونه به د لښتیو او پلو لارو په ګډون  تر راتلونکو پنځو میاشتو پورې له کانکرېټ څخه په اساسي توګه جوړ او ورسر جوخت به د سیمې د اوسېدونکو پروړاندې شته ستونزې هوارې او په ترافیکي بهیر کې به مثبت بدلون رامنځته شي