الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له محبس څلورلارې څخه د سلیم کاروان تر سړک پورې د سړک جوړونې پروژه ښه کاري پرمختګ لري

13368.jpg (1820 × 1024)

د دولسمې ناحیې اړوند له محبس څلورلارې څخه د سلیم کاروان تر سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې، چې څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له لوري پیل شوې وې، ښه کاري پرمختګ لري او هڅه کیږي ترڅو د روان کال په بهیر کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ دغه سړک چې (۲۰۰۹) متره اوږدوالی، (۲۴، ۳۰ او ۴۰) متره سور لري، د لښتیو، پلو لارو، د بایسکل چلولو لیکو، ګلدانونو، په سړک د کرښو اچولو، ترافیکي نښو نصبولو او د یوه معیاري سړک د نورو برخو په ګډون د جوړېدو په حال کې دی چې، ورسره جوخت به د سیمې اقتصادې ودې ته زمینه برابره او اوسېدونکو ته به یې ګڼې ټولنیزې او ښاري آسانتیاوې رامنځته شي