د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د تهیه مسکن له څلورلارې څخه تر سرای شمالي پورې د سړک د فرعي لیکو چارې په چټکۍ سره روانې دي

13378.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د څلورمې ناحیې اړوند له تهیه مسکن څخه تر سرای شمالي پورې د سړک د فرعي لیکو د جوړولو چارې په دوه کاري وختونو ( شپه او ورځ) کې په چټکۍ سره روانې دي ترڅو قیر چارو ته چمتو شي. دا سړک دواړو خواوو ته د ۹۰۰ مترو په اوږدوالي او په دوه لیکو کې د ۱۴.۵ مترو په سور چې، ۶.۴ متره برخه د موټرو د تګ راتګ لپاره او پاتې نوره یې پلو لارو، ګلدانونو، د پلو لارو دهلیزونو، د بایسکل چلولو لیکو او ترافیکي نښو ته ځانګړې شوې ده د جوړوېدو په حال کې دی. ددغو فرعي سړکونو په جوړېدو سره به په سرای شمالي او ورڅېرمه سیمو کې ترافیکي ستونزې هوارې او د سیمو د اقتصادي ودې سربېره به ښاریانو ته ترانسپورتي آسانتیاوې رامنځته شي