د اتمې ناحیې اړوند د کابل- لوګر سړک په اوږدو کې د بیني حصار له سیمې څخه د ستانکزي تر څلورلارې او له یادې څلورلارې څخه د بګرامیو تر نساجي پورې د (۳۲۰) میلیونه افغانیو په لګښت د لوی نښلوونکي سړک د جوړولو چارې د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو د مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر په شتون کې پیل شوې. د ودانیزو چارو مرستیال په دې اړه وویل: دغه مهم نښلوونکی سړک (۴۱۷۸) متره اوږدوالی او (۴۰) متره سور لري چې، د یوه معیاري سړک د ټولو جزئیاتو په ګډون به د یوه کاري کال په موده کې جوړ چې ورسره جوخت به د منار نجات او چمن حضوري ساحو ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او ګڼې ترانسپورتي آسانتیاوې به رامنځته شي. نوموړي د یاد سړک په اوږدو کې له میشتو اوسېدونکو غوښتنه وکړه چې، د دې پروژې پر وړاندې د استملاکي ملکیتونو او نورو خنډونو د پاکولو په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي ترڅو د سړک جوړونې چارې په چټکۍ ترسره شي. د ودانیزو چارو مرستیال ډاډ ورکړ چې، د استملاکي ملکیتونو مالکانو ته به د استملاک قانون له مخې بدیل حقونه ورکړل شي. د یادونې وړ ده چې، دغه سړک په دوه برخو کې جوړېږي چې لومړۍ برخه یې له بیني حصار سیمې څخه تر ستانکزي بلاکونو پورې (۱۶۵۵) متره اوږدوالی او دویمه برخه یې له یادو بلاکونو څخه د بګرامیو تر نساجۍ پورې (۲۵۳۲) متره اوږدوالی لري
د کابل- لوګر له سړک څخه د بګرامیو تر نساجي پورې د نښلوونکي سړک د جوړولو چارې پیل شوې