الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ګلباغ سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې (۴۰) سلنه مخته تللې دي

13388.jpg (1820 × 1024)

د  شپږمې او اوومې ناحیې اړوند له دارالامان ماڼۍ څخه تر فیصل ښارګوټي پورې د ګلباغ سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې چې، سږ کال د کابل ښاروالۍ له خوا پیل شوې وې، تر اوسه (۴۰) سلنه مخته تللې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه سړک چې، (۳۱۷۶) متره اوږدوالی او (۳۳) متره سور لري، یو نیم کیلو متر برخه یې قیر کولو  ته چمتو شوې او د پاتې برخې په جوړولو یې کار روان دی. د سړک جوړولو په دې پروژه کې د لښتیو او ګلدانونو جوړول، او دیوه معیاري سړک نور جزئیات هم شامل دي.  هڅه کېږي چې د یاد سړک د جوړولو چارې د روان کال په بهیر کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د سړک جوړونې دغه پروژه د ښار د تلپاتې ودې او پراختیا او غوره ترانسپورتي زیربناوو ته د لاسرسي په برخه کې ځانګړی اهمیت لري، چې په راتلونکي کې به د کابل- لوګر تر سړک پورې دوام ومومي