د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د اوومې ناحیې اړوند د نهم ګذر په ده مرادخان سیمه کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه فرعي سړک چې (۴۹۴) متره اوږدوالی او له څلور څخه تر پنځو مترو پورې سور لري، د لښتیو په ګډون به یې د جوړولو چارې تر راتلونکو (۳) میاشتو پورې بشپړې او ورسره جوخت به د سیمې د اوسېدونکو چاپېریالي او ترانسپورتي ستونزې هوارې شي. د یادونې وړ ده چې، په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده
د اوومې ناحیې په نهم ګذر کې د فرعي سړک جوړولو چارې پیل شوې