الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له ده دانا څخه تر چهلستون پورې د سړک جوړولو چارې (۵۵) سلنه پرمخ تللې دي

13392.jpg (1820 × 1024)

ښاریانو ته د ترافیکي آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د اوومې ناحیې اړوند له ده دانا څخه تر چهلستون پورې د سړک جوړولو چارې چې، په روان کال کې د کابل ښاروالۍ له خوا پیل شوې وې، تر اوسه (۵۵) سلنه پرمخ تللې او تمه ده چې د دغه سړک د پاتې برخو د قیر چارې  تر راتلونکې یوې میاشتې پورې بشپړې او د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه سړک چې، (۱۳۴۸) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري،  د بنسټیزو چارو تر بشپړیدو وروسته یې (۵۰۰) متره برخه په دوه لیکو کې قیر شوې او د پاتې برخې په جوړولو یې کار روان دی ترڅو هغه هم قیر کولو ته چمتو شي. د یادونې وړ ده چې، د سړک جوړولو په دې پروژه کې د کانالونو، لښتیو، ګلدانونو جوړولو، د بایسکل چلولو لیکو،، په سړک باندې د کرښو اچولو چارې هم شاملې دي. د دې مهم سړک د جوړولو پروژې له بیلابیلو پړاوونو څخه فني او تخنیکي څارنې ترسره کیږي