د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.12 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له دهمزنګ څخه تر کوټه سنګي (میرویس میدان) پورې د سړک قیر چارې پیل شوې

13394.jpg (1820 × 1024)

د بنسټیزو چارو تر بشپړېدو او د لابراتواري ازمیښتونو وروسته نن د لړم په اتمه نېټه له دهمزنګ څخه تر کوټه سنګي(میرویس میدان) پورې د سړک قیر چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم رئیس انجنیرمیرالرحمن ناصری په وینا؛ دغه سړک (۳۲۲۶) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري چې، د غازي لېسې له مخې څخه د دهبوري څلورلارې پر لور یې قیر چارې پیل شوې او ورته مهال یې له دهبوري څلورلارې څخه د میرویس میدان او د غازي لېسې له مخې څخه د دهمزنګ څلورلارې په لور د پاتې برخو د جوړولو او د برښنا شبکو د لېږد کار روان دی، ترڅو هغه هم قیر کولو ته چمتو شي.  نوموړي زیاته کړه چې، د سړک جوړولو په دې پروژه کې د یوه معیاري سړک د ټولو برخو جوړول شامل دي او هڅه کیږي چې د ژمي تر را رسېدو وړاندې یې قیر چارې بشپړې او د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي. دغه راز د یادې پروژې د کار له بېلابېلو پړاوونو څخه د کیفیت د تضمین او د چارو د چټکتیا په موخه، په دوامداره توګه فني او تخنیکي څارنې تر سره کیږي. د یادونې وړ ده چې، کابل ښاروالي پلان لري ترڅو هرڅه ژر له دهمزنګ څلورلارې څخه تر پُل آرتل او جوی شیر پورې دغه سړک په اساسي او معیاري توګه جوړ او پراخ کړي