د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پنځلسمې ناحیې په دیارلسم ګذر کې د فرعي سړک د جوړولو چارې پیل شوې

13406.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د پنځلسمې ناحیې اړوند د دیارلسم ګذر په خواجه بغرا سیمه کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې پیل شوې. د پنځلسمې ناحیې رئیس انجنیر عبیدالله شېرزاد په دې اړه وویل: د دغې پروژې په پلي کېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو ګڼې ستونزې هوار او ترانسپورتي آسانتیاوو ته به لاس رسی ومومي. نوموړي زیاته کړه چې، مخکې د دې سړک د خاموالي له امله د سیمې اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ ؤ. دغه سړک چې (۹۷۰) متره اږدوالی او له (۴) څخه تر (۵) مترو پورې سور لري، د لښتیو په ګډون به یې د جوړولو چارې تر راتلونکو څلورو میاشتو پورې بشپړې شي. ورته مهال د سیمې اوسېدونکو د یادې پروژې د چارو له پیل کېدو خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه چې د پروژو په پلي کولو کې به له کابل ښاروالۍ سره خپلې هیڅ راز مرستې و نه سپموي