الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په قلعه غیبي سیمه کې د کوڅو جوړولو چارې پیل شوې

13408.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د اوومې ناحیې اړوند د ۲۲م ګذر په قلعه غیبي سیمه کې د کوڅو جوړولو چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ دغه کوڅې چې په ټولیزه توګه (۹۸۳) متره اوږدوالی او (۴) متره سور لري، د جوړولو چارې به یې د (۹۰) کاري ورځو په موده کې په بنسټیزه توګه بشپړې شي. د ښار په کچه د کوڅو په جوړېدو سره به له یوې خوا د هوا په ککړتیا کې کمښت راشي او له بلې خوا به ښاریان پاک او سالم چاپېریال ته لاس رسی ومومي. د یادونې وړ ده چې، په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده