ښاریانو ته د ترانسپورتي او ټولنیزو آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د اتمې ناحیې اړوند ۲۴م ګذر په قلعه برقي، د ۲۵م ګذر د کارته نو تپې، د ۲۸م ګذر د حضرت بلال جومات، د ۳۵ او ۳۶م ګذر په کول حشمت خان او د ۴۳م ګذر په قلعه حسن خان سیمو کې د فرعي سړکونو او کوڅو جوړولو (۶) پروژې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري، د اتمې ناحیې د رئیس مفتي روح الله عثماني او د سیمې د یو شمېراوسېدونکو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. په هغه پرانیست غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه، د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس د یادو پروژو له بشپړېدو خوښي وښوده او ویې ویل: دغه پروژې سالم چاپېریال او ترانسپورتي آسانتیاوو ته د ښاریانو د لاس رسي په برخه کې خورا ارزښت لري او په راتلونکې کې به ورته نورې پروژې هم د یادې ناحیې په کچه طرحه او پلې شي. نوموړي وړاندې وویل: یادې پروژې چې په ټولیزه توګه (۵۸۶۱) متره اوږدوالی او له (۳.۵) څخه تر (۵) مترو پورې سور لري، د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د لښتیو په ګډون په ټولیزه توګه د (۴۷) میلیونه افغانیو په لګښت د(۴) میاشتو په موده کې په بنسټیزه توګه بشپړې شوې او په هره پروژه کې د ورځې شاوخوا (۲۰۰) تنو هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه. ورته مهال د اتمې ناحیې رئیس د خپلو خبرو په ترڅ کې د یادې ناحیې له اوسېدونکو سره ژمنه وکړه چې، د ښاري خدمتونو د وضعیت د ښه کېدو په برخه کې به له هېڅ راز هڅو ډډه ونه کړي او د یادو سیمو له اوسېدونکو یې غوښتنه وکړه چې، د سړکونو او نورو عامه تاسیساتو په ساتنه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي
په اتمه ناحیه کې د فرعي سړکونو او کوڅو جوړولو (۶) پروژې بشپړې شوې