الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د لومړۍ ناحیې په دویم ګذر کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې پیل شوې

13418.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د لومړۍ ناحیې په دویم ګذر کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې پیل شوې. د لومړۍ ناحيې رئیس مولوي محمد عالم عاصم په دې اړه وويل: دغه سړک د لښتي په ګډون (٥٦٠) متره په اوږدوالی او له (٥) څخه تر (٥،٧) متره سور لري، چې د جوړېدو چارې به يې په ۳ مياشتو کې بشپړې شي. ښاغلي عاصم زیاته کړه، چې د دې پروژې له لارې له یوې خوا د يو شمېر هېوادوالو لپاره کاري بوختیاوې رامنځته شوې او  بله خوا به د دغه فرعي سړک په جوړېدو سره د سيمې د اوسېدونکو پر وړاندې شته موسمي ستونزې هوارې او دوی ته به ترانسپورتي او نورې ټولنیزې آسانتیاوې رامنځته شي