د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د یوولسمې ناحیې اړوند د څوارلسم ګذر په شتل سیمه کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې پيل شوې. د یوولسمې ناحیې د مرستیال فضل الله زاهد په وینا؛ دغه پروژه له ښاري آسانتیاوو څخه د محرومو سیمو اوسېدونکو د ستونزو د حل او دوی ته د کاري بوختیاوو رامنځته کولو په موخه پلې کیږي. دغه سړک چې (۴۴۰) متره اوږدوالی او (۷.۶) متره سور لري، د لښتیو په ګډون به یې د جوړولو چارې د (۳) میاشتو په موده کې په بنسټیزه توګه بشپړې او ورسره جوخت به د سیمې د اوسېدونکو پر وړاندې شته موسمي او ترانسپورتي ستونزې هوارې شي
د یوولسمې ناحیې په ۱۴م ګذر کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې پیل شوې