الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د یوولسمې ناحیې په اووم ګذر کې د(۳) فرعي سړکونو د جوړولو چارې پیل شوې

13425.jpg (1820 × 1024)

د یوولسمې ناحیې په اووم  ګذر کې په ټولیزه توګه د ۵۹۸ مترو په اوږدوالي او له ۵ څخه تر ۷ مترو پورې په سور سره د (۳)  فرعي سړکونو د جوړولو چارې پيل شوې. دا پروژه د کابل ښاروالۍ له لوري د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته له آسانتیاوو څخه د محرومو سیمو اوسېدونکو ته د کاري بوختیاوو او ښاري آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه پلې کیږي. دا پروژه د لښتیو جوړول هم په بر کې نیسي چې، چارې به یې د (۳)  میاشتو په موده کې په بنسټیزه توګه بشپړې شي. د دې فرعي سړکونو په جوړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو د خاورو او خټو ستونزې هوارې او یو شمېر ترانسپورټي او ټولنیزو آسانتیاوو ته به لاس رسی ومومي