د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.12 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د شپږمې ناحیې د لومړي ګذر د فرعي سړکونو قیر چارې پیل شوې

13430.jpg (1820 × 1024)

13430.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له لوري تر بنسټیزو چارو او خاورینې برخې وروسته د شپږمې ناحیې د لومړي ګذر اړوند په کارته سه سیمه کې د پنځو فرعي سړکونو قیر چارې پیل شوې. دا سړکونه په ټولیزه توګه ۱۱۲۸ متره اوږدوالی او له ۱۶ څخه تر ۲۰ مترو پورې سور لري چې، د پلو لارو جوړولو په ګډون به یې قیر چارې ډېر ژر بشپړې او د ترافیکو پر مخ به پرانیستل شي. د دې سړکونو په جوړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو د خاورو او خټو ستونزې هوارې او یو شمېر ترانسپورتي آسانتیاوو ته به لاس رسی ومومي. په همدې توګه د کارته سه سیمې ترافیکي بهیر وېشل کېدو سربېره به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې هم آسانتیاوې رامنځته شي