الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له بت خاک (ملالۍ) څلورلارې څخه تر حلقوي سړک پورې د نوي سړک دویمه طبقه قیر چارې پیل شوې

13432.jpg (1820 × 1024)

 د دوه ویشتمې ناحیې اړوند له بت خاک (ملالۍ) څلورلارې څخه د حلقوي سړک تر اوږدو پورې د نوي نښلوونکي سړک دویمه ( وروستۍ) طبقه قیر چارې، د لومړۍ طبقې تر بشپړېدو وروسته پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د زیربنايي پروژو د څارنې آمر انجنیر محمد حامد سادات وویل چې، په لابراتوار کې د موادو تر آزمایښت وروسته د دې سړک دویمه طبقه قیر چارې ترسره کیږي چې ډېر ژر به د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي. نوموړي زیاته کړه: دغه سړک  چې (۱۳۲۵) متره اوږدوالی او (۴۵) متره سور لري، د لښتیو، پلو لارو، ګلدانونو او د یوه معیاري سړک د نورو برخو په ګډون به په اساسي توګه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. په همدې توګه د ګڼه ګوڼې د کمښت او په عصري بڼه د ترافیکي زیربناوو د پراختیا په موخه، له دایروي بڼې څخه تقاطع ( انټرسکشن) بڼې ته د بت خاک ( ملالۍ) څلورلارې بدلون موندلی او د څراغونو او نورو ترافیکي نښو په نصبولو سره به یې مدیریت وشي. د یاد سړک په جوړېدو او د څلورلارې د بڼې په بدلېدو سره به  ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.