الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د دهمزنګ – کوته سنګي اصلي سړک او د کارته سه د فرعي سړکونو له قیر چارو څخه لیدنه وکړه

13436.jpg (1820 × 1024)

د چارو د کیفیت او چټکتیا په موخه، کابل ښاروال تېره ورځ مازدیګر مهال د درېیمې ناحیې اړوند له دهمزنګ څخه تر کوټه سنګي ( میرویس میدان) پورې د اصلي سړک او د شپږمې ناحیې اړوند د کارته سه په سیمه کې د (۵) فرعي سړکونو له قیر چارو لیدنه وکړه او  د يادو  سړکونو د قیر چارو پر بشپړېدو د ټينګار سربېره یې وويل: د ژمي تر را رسېدو وړاندې د ښار په کچه د یو شمېر سړکونو قیر چارې باید بشپړې او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شي.  کابل ښاروال وړاندې وویل: د سړک جوړونې چارې باید په صداقت، ایماندارۍ او له غفلت پرته ترسره شي او قراردادي شرکتونه مکلف دي ترڅو د سړکونو چارې د ډیزاین او تخنیکي سندونو له مخې په ټاکلي وخت او په ښه کیفیت ترسره کړي. د کابل ښاروال په وینا؛ هېڅ چاته اجازه نه ورکول کیږي چې، د سړکونو او نورو ټولګټو پروژو چارې  بې کیفیته ترسره کړي او د ملي شتمنۍ د بې ځایه لګښت او فرصتونو د له منځه تلو لامل وګرځي. نوموړي سپارښتنه وکړه چې، د کار په بهیر کې دې د خوندیتوب مسایلو ته هم په جدي توګه پام وشي. کابل ښاروال تل تر کار لاندې پروژو د چارو له څرنګوالي څارنه کوي ترڅو کابل ښار د ښاریانو د غوښتونو پر بنسټ آباد او د بیت المال او ملي شتمنۍ له بې ځایه لګښت څخه مخنیوی وشي