الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د احمدشاه بابا مېنې د دویم بلاک له ګولایۍ څخه د امنیت ښارګوټي تر سړک پورې د نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي

13446.jpg (1820 × 1024)

د دولسمې ناحیې اړوند د احمد شاه بابا مېنې د دویم بلاک له ګولایۍ څخه د امنیت ښارګوټي تر سړک پورې د ۷۲۸مترو په اوږدوالی او ۴۰ مترو په سور سره د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ د یاد سړک په اوږدو کې د ۷۵۰ مترو په اوږدوالي، د یو متر په سور او د ۱.۳ مترو په ژوروالي سره د  یوه کانال د جوړولو چارې هم روانې دي. د لښتیو، ګلدانونو او د بایسکل چلولو لیکو جوړول، په سړک د کرښو اچول او د یوه معیاري سړک نورې برخې هم په یاده پروژه کې شاملې دي چې، چارې به یې تر راتلونکو شپږ میاشتو پورې بشپړې او ورسره جوخت به د احمدشاه بابا مېنې او امنیت ښارګوټي د اوسېدونکو ګڼې ستونزې هوارې او د سیمې اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي