د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په پنځمه ناحیه کې د کوڅو او فرعي سړک جوړولو د (۳) پروژو کانکرېټ چارې بشپړې شوې

13449.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ لخوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د پنځمې ناحیې اړوند د ۲۶م، ۲۷م او ۳۰م ګذر په نیازبیک، آبرساني، او حضرت بلال جومات سیمو کې د کوڅو او فرعي سړک جوړولو د (۳) پروژو کانکرېت چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د غیر اختیاري پروژو د څارنې آمر انجنیر ذبیح الله رحیمي وویل: ددغه فرعي سړک او کوڅو د جوړولو چارې چې، په ټولیزه توګه (۲۶۹۵) متره اوږدوالی او له (۲) څخه تر(۶) مترو سور لري، د لښتیو په ګډون د (۱۶.۵) میلیونه افغانیو په لګښت د پنځو میاشتو په موده کې په اساسي توګه بشپړې شوې. نوموړي د سیمې له اوسېدونکو غوښتنه وکړه چې، د یادو کوڅو او فرعي سړک ساتنې ته پام وکړي ترڅو یې له ژر ویجاړېدو څخه  مخنیوی وشي. ورته مهال د پنځمې ناحیې د ښاري خدمتونو آمر قاري حکمت الله حقمل د دغو پروژو په اړه وویل: دغه پروژې ترانسپورتي زیربناوو او سالم چاپېریال ته د لاسرسي په برخه کې ځانګړی اهمیت لري او په راتلونکې کې به ورته نورې پروژې هم د یادې ناحیې په کچه طرحه او پلې شي. نوموړي وړاندې وویل چې، د پنځمې ناحیې مسئولین به د ښاري خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې له هېڅ راز هڅو ډډه ونه کړي