د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له هنګرها څلورلارې څخه د قصبې تر سړک پورې د نوي سړک دویمه طبقه قیر چارې پیل شوې

13453.jpg (1820 × 1024)

د پنځلسمې ناحیې اړوند له هنګرها څلورلارې څخه تر قصبې سړک پورې د نوي سړک دویمه ( وروستۍ) طبقه قیر چارې پیل شوې او هڅه کیږي ترڅو هرڅه ژر بشپړې او د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د زیربنايي پروژو د څارنې آمر انجنیر محمد حامد سادات وویل: دکار د غوره کیفیت د تضمین په موخه، د یاد سړک قیر چارې تر تخنیکي او فني څارنو لاندې ترسره کیږي. نوموړي زیاته کړه: دغه سړک چې، (۱۸۹۰) متره اوږدوالی او (۴۵) متره سور لري، تر دې دمه یې (۸۰) سلنه چارې مخته تللې دي. د یادونې وړ ده چې، د کابل ښاروالۍ د کار ،ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د یاد سړک په اوږدو کې د وزیر آباد کانال د پاسه د (۱۲.۸۰) مترو په اوږدوالي او (۱۲،۸۰) مترو سور سره د دوو اساسي پلونو د جوړولو چارې هم د بشپړېدو په حال کې دي. د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د سلطان محمود غزنوي سړک، د کورنیو چارو وزارت لوېدیځ خواته سړک، د پنجصد فامیلو سړک او  نورو ورڅېرمه سړکونو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او بل خوا به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي