د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.12 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د مرنجان تپې د پاسه د آزادۍ تفریحي پارک د بیارغولو چارې روانې دي

13469.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له لوري د شپاړلسمې ناحیې اړوند د مرنجان تپې د پاسه د آزادۍ تفریحي پارک د بیارغونې چارې روانې دي. د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل په دې اړه وویل: د دې پارک د جوړولو په پروژه کې د نیالګیو کېنول او ساتنه، د چمن کرل،  د اوبو د فوارو، او د اوږدو څوکیو نصبول، د سیوري ځای، د پلو لارو، د ګلدانونو او د وسایطو د پارکېنګ، د ننوتلو او وتلو د دروازو او نورو تاسیساتو جوړول شامل دي چې، اوس مهال یې د جوړولو چاري روانې دي تر څو دغه پارک په یوه مناسب تفریحي ځای بدل شي. نوموړي زیاته کړه چې، د ۱۴۰۳ کال د نیالګیو کېنولو په موسم کې (۸) زره نیالګي په دې پارک کې کېنول شول او په راتلونکی کال کې پلان لري چې (۸) زره نور نیالګي هم کېنول شي. په همدې توګه له یوه کال څخه را په دېخوا په یاد پارک کې (۱۲) زره متر مربع چمن کرل شوی او په راتلونکي کې به نور هم پراختیا ومومي. همدا رنګه دغه پارک ته د کرنیزې خاورې د لېږدولو، او د (۱۸۰) متر مربع سیمې د هوارولو چارې روانې دي او په دې وروستیو کې یې له تيږو څخه د (۲۱۵۰) مترو په اوږدوالي او له (۱ څخه تر۳) مترو  په سور سره د پلو لارو د جوړولو چارې هم پیل شوې دي. د یادونې وړ ده چې، په (۱۴۰۱) کال کې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د مرنجان تپې د پاسه د (۵۰۰) مترو په اوږدوالي سړک په بنسټیزه توګه هم جوړ شوی دی