د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د شپږمې ناحیې اړوند د اتلسم، دوه ویشتم او ۲۹م ګذر په قلعه بختیار، ګلخانه او جبارخان سیمو کې د فرعي سړک او کوڅو د دوو پروژو کانکرېټ چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د شپږمې ناحیې رئیس مولوي عبدالخالق بدر د یادو پروژو بشپړېدل مهمه لاسته راوړنه وبلله او ویې ویل: د سیمې اوسېدونکي باید د نویو جوړو شویو کوڅو او سړکونو ساتنه وکړي. ورته مهال د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د غیر اختیاري پروژو آمر انجنیر ذبیح الله رحیمي په دې اړه وویل: په اتلسم او دوه ویشتم ګذر کې کانکرېټ چارې (۵۸۰) متره اوږدوالی او له (۱) څخه تر (۵) مترو پورې سور، او په ۲۹م ګذر کې (۶۴۶) متره اوږدوالی او له (۴.۷۹ څخه تر (۶) مترو پورې سور لري، چې د لښتیو په ګډون یې د جوړولو چارې په ټولیزه توګه د (۱۵.۵) میلیونه افغانیو په لګښت د څلور میاشتو په موده کې بشپړې او ورسره جوخت د سیمې د اوسېدونکو پر وړاندې شته موسمي ستونزې هوارې او دوی ته ګڼې ترانسپورتي او ټولنیزې آسانتیاوې رامنځته شوې
په شپږمه ناحیه کې د کوڅو او فرعي سړکونو د دوو پروژو کانکرېټ چارې بشپړې شوې