د اتمې ناحیې اړوند د کابل- لوګر سړک په اوږدو کې د بیني حصار له سیمې څخه د ستانکزي تر څلورلارې او له یادې څلورلارې څخه د بګرامیو تر نساجي پورې د لوی نښلوونکي سړک د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له لوري پیل شوې وې ، اوس مهال یې د کېندنو، خنډونو پاکولو، خاورې لیږدولو او هوارولو چارې روانې دي. ټاکل شوې ده دغه مهم نښلوونکی سړک چې، (۴۱۷۸) متره اوږدوالی او (۴۰ ) متره سور لري، د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون د یوه کاري کال په موده کې جوړ شي. یاد سړک په دوو برخو کې جوړېږي چې، لومړۍ برخه یې له بیني حصار سیمې څخه تر ستانکزي څلورلارې پورې (۱۶۵۵) متره اوږدوالی او دویمه برخه یې له یادې څلورلارې څخه د بګرامیو تر نساجي پورې (۲۵۳۲) متره اوږدوالی لري. د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د نجات څلي او حضوري چمن سیمو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او بله خوا به د یادو سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي
د کابل- لوګر له سړک څخه د بګرامیو تر نساجي پورې د نښلوونکي لوی سړک د جوړولو چارې روانې دي