د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.12 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له دیوان بيګي سیمې څخه تر مهتاب قلعه پورې د نوي نښلونکي سړک پر وړاندې د خنډونو پاکولو چارې روانې دي

13480.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د ښاریانو په مرسته د پنځمې، شپږمې او دیارلسمې ناحیې اړوند د دیوان بیګي له سیمې څخه تر مهتاب قلعه پورې د نوي نښلونکي سړک د جوړولو پر وړاندې د شته خنډونو د پاکولو چارې روانې دي. د یاد سړک په اوږدو کې ۲۲۳ ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د قانون له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي. له دیوان بيګي څخه تر مهتاب قلعه پورې سړک ۱۷۳۳متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري او ټاکل شوې ده د یوه کاري کال په موده کې جوړ شي. دا سړک چې، د کمپنۍ سړک د برچي له سړک سره نښلوي؛ د ترانسپورتي ستونزو د حل او د سیمو د اقتصادي ودې په برخه کې ځانګړی ارزښت لري