د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له بیني حصار سیمې څخه تر بګرامیو پورې د سړک کانکرېټ چارې په چټکۍ سره روانې دي

13486.jpg (1820 × 1024)

د اتمې ناحیې اړوند له بني حصار سیمې څخه د بګرامیو تر پله پورې د (۷۵۰۰) مترو په اوږدوالي او (۸) مترو په سور سره د نوي نښلوونکي سړک کانکرېټ چارې په چټکۍ او ښه کیفیت روانې دي او ټاکل شوې ده د ژمي تر را رسېدو وړاندې بشپړې او ورسره جوخت به له یوې خوا د کابل- لوګر سړک د ترافیکي بهیر پر وړاندې شته ستونزې هوارې  او بله خوا به د بګرامیو، رحمن مېنې، ګل بوټه سیمې او د کارته نو تپې ته څېرمه ښاریانو ته ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي. د یادونې وړ ده چې، د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د یادې پروژې د کار له کیفیت څخه په دوامداره توګه تخنیکي او فني څارنې کوي