د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پُل سوخته - پُل سرخ نښلوونکي سړک په اوږدو کې د موټرو د تګ راتګ د یوه پله د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

13488.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د درېیمې او شپږمې ناحیې ترمنځ د پُل سوخته - پُل سرخ سړک په اوږدو کې د کابل سیند د پاسه د موټرو د تګ راتګ لپاره د یوه پله د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي. دغه پُل چې د طرحه شوي ډېزاین له مخې (۳۰)متره اوږدوالی او په دوه لینونونو کې (۲۰)متره سور لري، د جوړولو چارې به یې د روان کال په بهیر کې بشپړې شي.  همدا راز د یادو سیمو ترمنځ د (۹۱۰) مترو په اوږدوالي او (۳۰)مترو په سور سره د نښلوونکي سړک د جوړولو چارې هم روانې دي چې، د ژمي تر را رسېدو وړاندې به بشپړې شي. د یاد پله او سړک په جوړېدو سره به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته او د ورڅېرمه سړکونو ترافیکي بهیر به ووېشل شي