د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې قیر چارې پیل شوې

13494.jpg (1820 × 1024)

د بنسټیزو چارو تر بشپړېدو او او د اړتیا وړ موادو تر آزمویښت وروسته، د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې قیر چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د زیربنايي پروژو د څارنې آمر انجنیر محمد حامد سادات په دې اړه وویل وویل: دغه سړک چې، (۲۵۲۰) متره اوږدوالی او (۶۰) متره سور لري، د یوې لیکې (۷۰۰) متره برخه یې قیر کولو ته چمتو شوې ده او د پاتې برخې په جوړولو یې کار روان دی ترڅو هغه هم قیرکولو ته چمتو شي. نوموړي زیاته کړه چې، د دې سړک په اوږدو کې د ګڼه ګوڼې ستونزې په پام کې نیولو سره هڅه کیږي ترڅو په هره ممکنه طریقه د دې سړک د یوې لیکې قیر چارې د ژمي تر را رسېدو وړاندې بشپړې او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شي. یاد سړک چې د لښتیو، پلو لارو، ګلدانونو، په سړک د کرښو اچولو، د ترافیکي نښو نصبولو او د یوه معیاري سړک د نورو برخو په ګډون جوړیږي، له بېلابېلو پړاوونو څخه یې د کابل ښاروالۍ انجنیران پر وخت تخنیکي او فني څارنې کوي ترڅو یې چارې په ښه کیفیت او له ټاکل شوې مودې څخه وړاندې (د قرارداد موده، د ۱۴۰۴ کال د لړم تر میاشتې) بشپړې شي