د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.12 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په دویمه ناحیه کې د یوه فرعي سړک کانکرېت چارې روانې دي

13501.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ لخوا د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د دویمې ناحیې د لومړي ګذر اړوند د بهارستان سیمې د غره په لمن کې د یوه فرعي سړک کانکرېټ چارې روانې دي. دا پروژه په ټولیزه توګه ۸۶۰ متره اوږدوالی او له ۴ څخه تر۶ مترو پورې سور لري چې، د لښتیو او د ۳۵۰ مترو په اوږدوالي یوه استنادي دېوال په بر کې نیسي چې، تر اوسه یې ۴۵ سلنه چارې مخته تللې دي او ټاکل شوې ده تر راتلونکو دوه میاشتو پورې په بنسټیزه توګه بشپړې شي. د دې پروژې په بشپړېدو په پلي کېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو یو شمېر ستونزې هوارې شي. د یادونې وړ ده چې، په دې پروژه کې یو شمېر ښاریانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده