د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.12 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د بېلابېلو ریاستونو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ په بریالیتوب سره پای ته ورسید

13503.jpg (1820 × 1024)

د ظرفیت لوړولو څلور ورځنی رونیز ورکشاپ چې د کابل ښاروالۍ د بشري سرچینو ریاست له خوا د دې ادارې د کار، ساتنې او څارنې، ښاري زیربناوو، د برنامو او پروژو د تنظیم ریاستونو کارکوونکو لپاره (د ادارې او مدیریت اساسات) تر سرلیک لاندې په لاره اچول شوی ؤ، په بریالیتوب پای ته ورسید. د بشري سرچینو ریاست د ظرفیت لوړونې آمر حمیدالله عطايي په دې اړه وویل: په دغه ورکشاپ کې ګډونوالو ته د سازماني اړیکو، په ذهن او نفس د وړتیا لوړولو، د ادارې او مدیریت د اصولو د پېژندنې، پلان جوړونې، د کاري ستونزو د حل او د دوی د دندو اړوند نورو موضوعاتو په اړه معلومات ورکړل شول. نوموړي زیاته کړه چې، د فردي مدیریت غښتلي کول، دبرنامو جوړول او د کارکوونکو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ روحیې د پیاوړتيا څرنګوالی د یاد ورکشاپ د آزاد بحث برخه وه چې، د دندو په ترسره کولو کې له ځانګړي اهمیت څخه برخمن دي. د دا ډول ورکشاپونو د جوړیدو موخه، د کاري مهارتونو د کچې لوړول دي ترڅو کارکوونکي خلکو ته په ریښتني توګه د ښاري چوپړتیاوو وړاندې کولو ته چمتو شي