الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې له قیرچارو لیدنه وکړه

13505.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید تېره ورځ ماښام د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې له قیرچارو لیدنه وکړه او د قراردادي شرکت پر مسئولینو یې ټینګار وکړ چې، د دې سړک د یوې لیکې قیرچارې دې د ژمي تر را رسېدو وړاندې بشپړې او د ترافیکو پرمخ دې پرانیستل شي. دغه سړک چې، (۲۵۲۰) متره اوږدوالی او (۶۰) متره سور لري، د بنسټیزو چارو تر بشپړېدو وروسته یې د (۷۰۰) مترو په اوږدوالي د یوې لیکې قیر چارې پیل شوې دي او د پاتې برخې په جوړولو یې کار روان دی ترڅو هغه هم قیر کولو ته چمتو شي. کابل ښاروال د یاد سړک په اوږدو کې د ګڼه ګوڼې له امله د رامنځته شویو ستونزو په درک کولو سره مسئولینو ته سپارښتنه وکړه چې، له هر ممکن فرصت څخه په ګټه اخیستلو دې د یادې پروژې چارې تر راتلونکي نږدې یوه کال پورې بشپړې شي