الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له امید سبز ښارګوټي څخه تر عرفاني سړک پورې د نوي سړک چارې په چټکۍ سره روانې دي

13509.jpg (1820 × 1024)

 د دیارلسمې ناحیې اړوند له امید سبز ښارګوټي څخه تر عرفاني سړک پورې د نوي سړک د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له خوا پیل شوې وې، په چټکۍ سره روانې دي. دغه سړک چې،( ۳۸۳۴) متره اوږدوالی او (۴۵) متره سور لري، اوس مهال یې د کیندنو، هوارولو او د لښتیو جوړولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ یاد سړک به دیوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون د راتلونکي کال تر نیمايي پورې جوړ، او ورسره جوخت به له یوې خوا د سیمې اقتصادي ودې ته زمینه برابره او بله خوا به ښاریانو ته ټولنیزې آسانتیاوې رامنځته شي