د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د (۶۰) مترو په اوږدوالي او (۱۸.۴) مترو په سور سره، د قلعه شانان سړک په اوږدو کې د کابل سیند د پاسه د موټرو د تګ راتګ لپاره د یوه لوی پله د جوړولو چارې روانې دي او هڅه کیږي چې، د ژمي تر را رسېدو وړاندې بشپړې شي. دا پُل چې د (۹۰) میخي پایو په وسیله به منتاژ او نصب شي، اوس مهال یې بنسټیز کارونه روان دي او وروسته به یې فرش نصب او په وروستي پړاو کې به یې کانکرېټ او قیر چارې ترسره شي. ورته مهال له قلعه زمان خان سیمې څخه د کابل- جلال آباد سړک په اوږدو کې د حربي پوهنتون تر مخې پورې د (۲۱۰۳) مترو په اوږدوالي او (۳۰) مترو په سور سره د سړک جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې پیل شوې وې، تر اوسه یې (۱۵۰۰) متره برخه قیر شوې ده او د پاتې برخې په جوړولو یې کار روان دی ترڅو هغه هم قیر کولو ته چمتو شي. د دې سړک او پله په جوړېدو سره به له یوې خوا د دولسمې او نولسمې ناحیې اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او بل خوا به د کابل- جلال آباد سړک، مکروریانو څلورلارې او د ور څېرمه سړکونو په ترافیکي بهیر کې د پام وړ کمښت رامنځته شي
د قلعه شانان سړک په اوږدو کې د موټرو د تګ راتګ لپاره د یوه لوی پله د جوړولو چارې روانې دي