د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د لسمې ناحیې اړوند د ۱۳م او ۱۵م ګذر په مندوزيو سیمه کې د دوو کوڅو کانکرېټ چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه کوڅې چې په تولیزه توګه (۹۷۵) متره اوږدوالی او له (۳) څخه تر(۴) مترو سور لري، د لښتیو په ګډون به تر راتلونکې نږدې یوه میاشت پورې جوړې شي
د لسمې ناحیې په دیارلسم او پنځلسم ګذر کې د دوو کوڅو کانکرېټ چارې روانې دي