د څوارلسمې ناحیې اړوند ( له قرغې بند څخه تر تاق ظفر) سیمې پورې د قرغې سړک د جوړولو او پراختیا په اړه د یاد سړک په اوږدو کې د استملاکي ملکیتونو مالکانو او ښاریانو ته پوهاوی ورکړل شو او له دوی غوښتنه وشوه چې، د سړک جوړونې د دې مهمې پروژې په پلي کولو کې له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي. د څوارلسمې ناحیې رئیس مولوي غلام محبوب عرفاني د پغمان پخواني سړک د ارزښت بیانولو ترڅنګ تر استملاک لاندې ملکیتونو مالکانو ته سپارښتنه وکړه چې، د خپلو اسنادو د اداري پړاونو د ترسره کولو په موخه دې هرڅه ژر کابل ښاروالۍ ته مراجعه وکړي، ترڅو وکولای شي خپل حقونه پر وخت ترلاسه کړي. ورته مهال د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین وویل چې، د د دې سړک په جوړېدو سره به د څوارلسمې ناحیې د اوسېدونکو سربېره هغه هېوادوالو ته هم چې، غواړي د پغمان له تفریحي سیمې لیدنه وکړي آسانتیاوې رامنځته شي. په همدې توګه د استملاکي پروژو د پلي کولو آمر انجنیر فهیم فیضي د یاد سړک د استملاکي ملکیتونو په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې، د یاد سړک په اوږدو کې (۲۰۰) ملیکتونه تر استملاک لاندې دي چې، د قانون له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي. دا سړک (۹) کیلو متره اوږدوالی او (۱۲) متره سور لري چې، ډېر ژر به یې د جوړولو چارې پیل شي. د یادونې وړ ده چې، د استملاکي ملکیتونو مالکانو ته ډاډ ورکړل شو چې، د هیچا ثابت حق به ضایع نشي
د پغمان د پخواني سړک د جوړولو او پراختیا په اړه پوهاوی ورکړل شو