الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له قمبر څلورلارې څخه تر ۴۰ متره سړک پورې د قرغې سړک قیر چارې پیل شوې

13527.jpg (1820 × 1024)

د بنسټیزو چارو تر بشپړیدو وروسته، د پنځمې ناحیې اړوند له قمبر څلورلارې څخه تر ۴۰ متره سړک پورې د قرغې سړک قیر چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د  تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ، دغه سړک چې (۵۵۸) متره اوږدوالی او (۴۶) متره سور لري، اوس مهال یې د جوړولو او پراخیتا په موخه د بنسټیزو برخو په جوړولو کار روان دی، چې د یوې برخې قیر چارې یې پیل شوې. د سړک جوړولو په دې پروژه کې د لښتیو پلولارو، ګلدانونو، د څراغونو نصبولو او د یوه معیاري سړک دنورو جزئیاتو جوړول هم شامل دي چې، د ژمي تر را رسېدو وړاندې به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د دغه سړک په جوړیدو سره به د قرغې بند تفریحي سیمې ته د تلونکو ښاریانو لپاره د آسانتیاوو رامنځته کېدو سربېره، له ذاکرین ښارګوټي څخه د شمال لویدیځ نښلونکي سړک او ورڅېرمه نورو سړکونو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي