الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل شمال- لوېدیځ نښلوونکي سړک د پاتې برخې د دوه کیلو مترو قیر چارې پیل شوې

13529.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د کابل شمال- لوېدیځ لوی نښلوونکي سړک د دوه کیلو متره برخې قیر چارې پیل شوې او ټاکل شوې ده تر راتلونکې یوې اونۍ پورې بشپړې شي. دغه مهم سړک چې د اوولسمې او پنځمې ناحیې ترمنځ له ذاکرین ښارګوټي څخه د قرغې تر سړک پورې (۷۶۴۵)  متره اوږدوالی او (۳۰)  متره سور لري، څلور کیلو متره برخه یې مخکې قیر شوې ده. ورته مهال د یاد سړک د پاتې برخې د کېندنو او هوارولو چارې روانې دي ترڅو هغه هم قیر کولو ته چمتو شي. د کابل شمال- لوېدیځ سړک د کابل ښار یو له مهمو سړکونو څخه شمېرل کیږي، چې دجوړولو چارې یې په معیاري توګه د کابل ښاروالۍ له لوري ترسره کیږي. د دې مهم نښلوونکي سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د خیرخانې کوتل سړک، سرای شمالي او ورڅېرمه سیمو ترافیکي ستونزې هوارې او بله خوا به هېوادولو ته ګڼې ترانسپورتي او ښاري آسانتیاوې هم رامنځته شي