الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د قرغې فامیلیو په سیمه کې د کانال جوړولو چارې څه باندې ۵۰ سلنه مخته تللې دي

13531.jpg (1820 × 1024)

د ځمکې د سطحي اوبو د مدیریت په موخه، د پنځمې ناحیې اړوند د قرغې فامیلیو په سیمه کې د یوه کانال د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له خوا پیل شوې وې، څه باندې ۵۰ سلنه مخته تللې دي او تر راتلونکې یوې میاشتې پورې به بشپړې شي.  د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه کانال چې (۴۹۰) متره اوږدوالی، (۱.۹)  متره سور او (۱.۶) متره ژوروالی، په جوړېدو سره به یې د ذاکرین سړک د ځمکې سطحي اوبه د قرغې ( آبریزه) ته ولېږدول شي او سړکونو ته د اوبو له راختلو او ویجاړېدو څخه به یې مخنیوی وشي