د اوومې ناحیې اړوند له ده دانا څخه تر چهلستون پورې سړک د پاتې بنسټيزو برخو په جوړولو کار روان دی، او هڅه کېږي چې ډیر ژر قیرکولو ته چمتو شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ دغه سړک چې، (۱۳۴۸) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري، د بنسټیزو برخو له بشپړیدو وروسته یې (۵۰۰) متره برخه په دوه لینونو کې قیر شوې او د پاتې برخې قیر چارې به یې تر راتلونکې یوې میاشتې ترسره او د ترافیکو پرمخ به پرانیستل شي. د سړک جوړولو په دې پروژه کې د کانالونو، پلولارو، لښتیو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو کرښو، او په سړک د کرښو اچول شامل دي. د یادونې وړ ده چې، د دې مهم سړک د جوړولو پروژې له بېلابېلو پړاوونو څخه فني او تخنیکي څارنې ترسره کیږي
له ده دانا څخه تر چهلستون پورې سړک د پاتې بنسټيزو برخو په جوړولو کار روان دی