د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د اتمې ناحیې په ۴۸م ګذر کې د فرعي سړک د جوړولو چارې، چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، تر اوسه (۴۰) سلنه مخته تللې دي. دغه فرعي سړک چې، (۸۶۵) متره اوږدوالی او (۵.۵) متره سور لري، د لښتیو او د سړک په اوږدو کې د (۳۳۵) مترو په اوږدوالي استنادي دېوال په ګډون به تر راتلونکې یوې نیمې میاشتې پورې جوړ شي
د اتمې ناحیې په ۴۸م ګذر کې د فرعي سړک د جوړولو چارې ۴۰ سلنه کاري پرمختګ لري