د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ګلباغ سړک د لومړۍ برخې قیر چارې پیل شوې

 13570.jpg (1820 × 1024)

د شپږمې او اوومې ناحیو اړوند له دارالامان ماڼۍ څخه تر فیصل ښارګوټي پورې د ګلباغ سړک د لومړۍ برخې قیر چارې د بنسټیزو چارو تر بشپړېدو وروسته پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه سړک چې، (۳۱۷۶) متره اوږدوالی او (۳۳) متره سور لري؛ د (۱۶۰۰) مترو په اوږدوالي برخه یې قیر کولو ته چمتو شوې او د پاتې برخې په جوړولو یې کار روان دی، ترڅو هغه هم قیر کولو ته چمتو شي. د سړک جوړولو په دې پروژه کې د لښتیو او ګلدانونو جوړول، او دیوه معیاري سړک نور جزئیات هم شامل دي چې، د روان کال په بهیر کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د سړک جوړونې دغه پروژه د ښار د تلپاتې ودې او پراختیا او غوره ترانسپورتي زیربناوو ته د لاسرسي په برخه کې ځانګړی ارزښت لري