د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له پُل سوخته څخه د پُل سرخ په لور د نوي نښلوونکي سړک قیر چارې روانې دي

13572.jpg (1820 × 1024)

 د شپږمې ناحیې اړوند له پُل سوخته څخه د پُل سرخ په لور د (۹۱۰) مترو په اوږدوالي او (۳۰) مترو په سور سره د نوي نښلوونکي سړک قیر چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د مسئولینو په وینا؛ د دې سړک لومړۍ طبقه قیرچارې چې، څه موده وړاندې پیل شوې وې د (۵۸۵) مترو په اوږدوالي برخه یې بشپړه شوې ده او اوس یې دویمه طبقه قیر چارې روانې دي. ورته مهال د یاد سړک د پاتې بنسټیزې برخې په جوړولو هم کار روان دی ترڅو هغه هم قیر کولو ته چمتو شي. د کابل ښاروالۍ انجنیران د دې پروژې له بېلابېلو پړاونو څخه فني او تخنیکي څارنې ترسره کوي. دغه راز د زیربنايي پروژو د څارنې آمر انجنیر محمد حامدسادات په دې اړه وویل: د یاد سړک قیر چارې په لابراتوار کې د اړتیا وړ توکو تر آزمایښت وروسته پیل شوې چې ډېر ژر به بشپړې او د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي. د یادونې وړ ده چې، د دې سړک په اوږدو کې د کابل ښاروالۍ له لوري د (۳۰) مترو په اوږدوالي او (۲۰) مترو په سور سره د یوه پله د جوړولو چارې هم روانې دي چې ډیر زر به بشپړې شي