د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د دویمې ناحیې اړوند له صدارت څلورلارې څخه تر ملالۍ روغتون پورې د سړک د زیانمنو برخو د بیارغونې چارې پیل شوې. د سړکونو د بیارغونې آمر انجنیر شریف الله قادري په دې اړه وویل: د یاد سړک د زیانمنو برخو د بیاروغونې چارې تر فني او تخنیکي څېړنو وروسته د پرمختللې ماشینرۍ په وسیله په اساسي توګه ترسره کيږي. دغه سړک چې د کابل یو له مهمو سړکونو شمېرل کیږي، د ترافیکي بهیر د ویش په برخه کې ځانګړی ارزښت لري او د ادارو د کارکوونکو سربېره، ښاریان هم د تګ راتګ په برخه کې ترې ګټه اخلي
له صدارت څلورلارې څخه تر ملالۍ روغتون پورې د سړک د بیارغونې چارې پيل شوې