الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د پنځلسمې ناحیې په۱۳م ګذر کې د فرعي سړک د کانکریټ چارې پیل شوې

13578.jpg (1820 × 1024)

د بنسټیزو چارو تر بشپړېدو وروسته، د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د پنځلسمې ناحیې اړوند د ۱۳م ګذر په خواجه بغرا سیمه کې د یو فرعي سړک کانکریټ چارې پیل شوې. د پنځلسمې ناحيې مرستيال مولوي سراج الدين په دې اړه وويل: د دغه سړک په جوړيدو سره به د سيمې د اوسېدونکو پر وړاندې شته موسمي ستونزې هوارې او دوی به ترانسپورتي آسانتياوو ته  لاس رسى پيدا کړي.  ورته مهال ځايي اوسېدونکو له کابل ښاروالۍ څخه مننه وکړه او ويې ويل: له دې وړاندې د سړک د خرابوالي له امله له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان ؤ او ژمنه يې وکړه چې، د دې پروژې په پلي کولو کې به له هيڅ راز هلو ځلو ډډه ونه کړي.  دغه فرعي سړک چې (۹۷۰) متره اوږدوالی او له (۴) تر (۵) مترو سور  لري، د لښتیو په ګډون به یې د جوړولو چارې  تر راتلونکې یوې میاشتې پورې بشپړې شي