الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د هوایي ډکر له څلورلارې څخه تر ګمرک سیمې پورې د سړک جوړولو چارې ښه کاري پرمختګ لري

13585.jpg (1820 × 1024)

د هوايي ډګر له څلورلارې څخه تر ګمرک سیمې پورې د سړک جوړولو چارې ښه کاري پرمختګ لري او  څه باندې دوه کيلومتره برخه یې قير کولو ته چمتو شوې ده. د سړک جوړولو په دې پروژه کې چې، (٢٧٩٤) متره اوږدوالی او (٦٠) متره سور لري، د کانال، لښتیو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو جوړول، د څراغونو او ترافیکي نښو نصبول، په سړک دکرښو اچول او د یوه معیاري سړک نور جزیات شامل دي چې، تر اوسه یې (۴۰) سلنه چارې مخته تللې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د مسئولینو په وینا؛ هڅه کیږي ترڅو د ژمي تر رارسېدو وړاندې د دې سړک د زیاتې برخې قیر چارې ترسره او د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي