کابل ښاروالۍ سرپرست پوهنیار عبدالله حبیب زي د روان کال چنګاښ میاشتۍ په ۲۶مه نیټه د دوشنبي ورځ د ملګري هیواد جاپان له سفیر ښاغلي میتسوجی سوزوکا سره په یاد سفارت کي ولیدل. د ناستي په پیل کي کابل ښاروالۍ سرپرست په داسي حال کي چي تخنیکي ارشد سلاکار شیخ احمد متین او د پلان او پاليسي ریسي سحر همدرد هم ګډون درلود، د دواړو هیوادونو په اوږدمهاله ګډون او په ځانګړي توګه د کابل ښاریانو لپاره د ټولګټو پروژو غځیدو په اړه خبري وکړي، او د کابل ښار لومړیتوبونه یې ورته په ګوته کړل. ورپسي د جاپان هيواد سفیرد کابل ښاروالۍ پلانونه او کړني د ښار د ودي او تنظیم په برخه کي د ستایني وړ وګڼلي او څرګنده یي کړه چي جاپان هیواد د جایکا دفتر له لاري هر ډول تخنیکي مرستي ته چمتو ده.
کابل ښاروالۍ سرپرست د جاپان هیواد له سفیر سره ولیدل
3 اسد 1397