الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د مکروریان له څلورلارې څخه تر تنګ غارو پورې د سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې روانې دي

13592.jpg (1820 × 1024)

د مکروریانو له څلور څخه تر تنګي غارو پورې د ( کابل-جلال آباد سړک) د لومړۍ برخې بنسټیزې چارې روانې دي او هڅه کیږي چې د دې مهم سړک د جوړولو پروژه د قرارداد تر پای ته رسېدو مخکې (د یوه کال په موده کې) بشپړه شي.  دغه سړک چې (۹۳۹۷) متره اوږدوالی او (۶۰) متره سور لري، اوس مهال یې د کیندلو، خاورې لېږدولو، هوارولو او د لښتیو جوړولو چارې په غوره کیفیت او چټکتیا سره روانې دي او د کار له بېلابېلو پړاوونو څخه یې فني او تخنیکي څارنه کېږي. دغه سړک  په دوو لینونو کې د لښتیو، پلولارو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو کرښو، تم ځایونو، د څراغونو او ترافیکي نښو نصبولو، په سړک د کرښواچولو او د یوه معیاري سړک د نورو جزئیاتو په ګډون جوړېږي چې، په بشپړیدو سره به یې د ختیځ زون اقتصادي ودې ته  زمینه برابره شي