الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د پل سوخته څلورلارې د رغولو چارې د پشپړېدو په حال کې دي

13594.jpg (1820 × 1024)

د ګڼې ګوڼې د کمښت او د ترافیکي زیربناوو د پراختیا په موخه، د شپږمې ناحیې اړوند د پل سوخته څلورلارې د رغولو چارې، چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، د بشپړیدو په حال کې دي. د دغې څلورلارې دایروي بڼه چې پخوا د ترافیکي ګڼه ګوڼې د رامنځته کېدو لامل ګرځېدلې وه، اوس په تقاطع (انترسکشن) بدله شوې او د ترافیکي څراغونو او نورو نښو له لارې به مدیریت کېږي. په ورته وخت کې له پل سوخته سیمې څخه د پُل سرخ په لوري د (۹۱۰) مترو په اوږدوالي او (۳۰) مترو سور سره د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې هم پرمخ روانې دي چې ډېر ژر به یې قیر چارې بشپړې او د ترافيکو پر مخ به پرانیستل شي. دغه راز د یاد سړک په اوږدو کې د کابل سیند د پاسه د (۳۰) مترو په اوږدوالي او (۲۰) مترو په سور په دوو لینونو کې د موټرو د تګ راتګ لپاره د يوه نوي پله د جوړولو چارې هم روانې دي، چې په راتلونکو دوو میاشتو کې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.  د یاد پله، سړک او څلورلارې په جوړیدو سره به د برچي سړک، د دواخانې د ګولايي سړک، د کارته چهار ۳۰ متره سړک او د کوټې سنګي (میرویس میدان ) په څلور لارې کې ښاریانو ته د تګ راتګ لپاره ګڼې آسانتیاوې رامنځته او په يادو سيمو کې به د ترافیکي ګڼه ګوڼې مخه ونيول شي