د اتمې ناحیې اړوند د کارته نو له درېیم سړک څخه د کارته نو تر تپې پورې د (۱۱۰۰) مترو په اوږدوالي د یوه فرعي سړک بنسټیزې چارې ښه کاري پرمختګ لري او ډېر ژر به یې قیر چارې ترسره شي. ورته مهال د (۱۵۰۰) په اوږدوالي د یاد سړک د دویم فرعي سړک په جوړولو هم کار روان دی ترڅو هغه هم قیر کولو ته چمتو شي. د دغو فرعي لیکو په جوړېدو سره به په سیمه کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمه او ښاریانو ته به د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته شي
د کارته نو سړک یوه فرعي لیکه قیر چارو ته چمتو شوې ده